اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وزارت وئېلي دي د قانون نافذ كوونكو ادارو كاميابې كاروائۍ په مهال په مظ??هرچيانو كښې د چا هم د مړينې اطلاع نه ده ترلاسه شوې۔بل خوا يو پوليس اهلكار او د رينجرز ??رې اهلكار شهيدان شوي دي ۔د كورنيو چارو وزارت وياند له مخې د قانون نافذ كوونكو ادارو 223 اهلكار ژوبل شوي چې پكښې د 171 تعلق د پنجاب څخه او د 52 تعلق د اسلام آباد څخه دے۔د پاكستان تحريك انصاف تر سيوري لاندې په اسلام آباد كښې احتجاج تېره شپه د كامياب آپرېشن د لارې په امن ناكه ډول ختم شوے٬په دې اړه د چا هم د مړينې اطلاع نه ده ترلاسه شوې٬په دې اړه ټولې ادعاګانې بې بنسټه او غېر مصدقه دي۔د بيان له مخې اسلام آباد انتظاميې د قانون نافذ كوونكو ادارو سره په ګډه په ښار كښې د امن او امنيت برقرار ساتلو له د خپل غزم پخلے وكړو ٬د كورنيو چارو وزارت ??ولس او مېډيا ته خواست وكړو چې غېر مصدقه او بې بنسټه خبرونو خپرولو څخه ??ډه وكړي او په ښار كښې امن او همغږي برقرار ساتلو له د چارواكو سره مرسته وكړي۔