اسلام آباد۔12دسمبر(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي اسلامي ما??یا?? او اسلامي کیپټل مارکیټس د پاکستان په معاشي ثبات او تلپاتي پرمختګ روان ساتلو كښې مهم كردار ترسره كولې شي٬ پاکستان په دې وروستيو كلونو كښې مهمو معاشي چېلنجونو سره مخ پاتې شو بياهم فعاله تګلارې سره په دې چلنجونو قابو موندلے شي او هېواد په سم لوري روان شوے٬ اسلامي ماليات په خاص توګه اسلامی کېپټل مارکیټس په معاشي نمو كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ ده دا خبره د زيارت په ورځ كراچۍ ك??ې د پېل كېدونكي دوهم نړيوال اسلامي کېپټل مارکیټس کنفرنس او اېکسپو پرانستې غونډې ته ورچوئل خطاب كښې وكړه۔ په غونډه كښې چیئرمېن اے او آئي اېف آئي بورډ آف ټرسټیز شېخ ابراهیم بن خلیفه آل خلیفه، لنډ مهاله ډي جي اسلامك ډوېلپمنټ بېنك انسټي ټیوټ ډاکټر سمیع السویلم، چیئرمېن اېس اي سي پي عاکف سعید، ، ډپټی ګورنر اسټېټ بېنک سلیم او نورو سينئر مندوبينو ګډون وكړو۔ د پرانستې خطاب ك??ې د خزانې وزير كنفرنس د مضبوط اسلامي کېپټل مارکیټ پرمختګ هلو ځلو برخه جوړېدو په اړه د پاكستان د عزم عكاس وګرځولو۔ د خزانې وزير ووئيل حكومت د مالياتي نظام د شريعت اصولو لمخې كولو له عزم لري۔ ده ووئيل تر 30 جون 2024 د پاکست??ن اسټاک اېکسچېنج 56 فیصد مارکیټ کېپټلائزېشن د شریعت له مخې په سېكيورټيز مشتمل دے۔ د شريكې سرمايه كارۍ څانګه ك??ې د میوچل فنډز تر انتظام لاندې 48 فیصد اثاثې، د رضاکارانه پنشن فنډز تر انتظام لاندې 66 فیصد اثاثې او د ریئل اسټېټ انوېسټمنټ ټرسټ (رېټس) تر انتظام لاندې 95 فیصد اثاثې وړاندې څخه د شريعت له مخې دي۔ د خزانې وزير ووئيل يو داسې اقتصادي نظام ضروري دے كوم چې نه يوازې دا چې زمونږ د عقيدې له مخې وي بلكه د شموليت او تلپاتي اقتصادي پرمختګ صلاحيت هم لري۔ په دې صورت كښې مونږ د خپلو ټولو هڅو ګټې پاكستاني اولس ته رسولې شوو۔ د خزانې وزير ووئيل د اسلامی ما??یا?? ٬ سکوک، اېکوېټی فنډز، او د شریعت له مخې سرمايه كارۍ سره نه يوازې دا چې مهم وسائل متحرك كولو له مرسته ترلاسه كېدې شي بلكې دې سره په خاص توګه د بنيادي اډانې پرمختګ او د اسلامي سماجي ماليات د لارې بې وزلي ختمولو له هڅې هم باوري كېدې شي۔ د دې د لارې پاكستان د اسلامي ماليات د يو نړيوال مركز په توګه د رامخې ته كېدو صلاحيت لري۔ ده ووئيل د اسلامي ماليات بشپړ صلاحيت او استعداد تر هغه وخت ترلاسه كول ممكن نه دي تر كومې چې علماﺀ كرام ٬ مالياتي ادارې ٬ رېګولېټری ادارې، او د صنعت كارپوه??ن اجتماعي هڅې ونكړي۔ ده ووئيل د شريعت له مخې مالياتي مصنوع??ت ??وړېدې شي او د اولس باور ترلاسه كېدې شي۔ د خزانې وزير په پاكستان كښې اسلامي ماليات ته ودې وركولو له د اېسې اي سي پي د هڅو ستائنه وكړه۔ ده په ایس ای سی پی زور راوړو چې هغه په اسلامی کېپټل مارکیټس كښې جدت او شموليت له هڅې روانې اوساتي